د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د بارانونو او سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۱۷۶ ته رسېدلی


د پښین انتظامي مشر وايي، په هغه ضلع کې د اوښتو زیانونو جاج اخلي - د جولای ۱۱مې انځور.
د پښین انتظامي مشر وايي، په هغه ضلع کې د اوښتو زیانونو جاج اخلي - د جولای ۱۱مې انځور.

په بلوچستان کې د وسې او پشکال بارانونو او سېلابونو له کبله د وژل شویو شمېر ۱۷۶ ته رسېدلی دی.

په کوټه کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) د اګست پر اوومه ويلي چې د جون له اخري اوونۍ راهیسې په وژل شویو کې ۷۷ سړي، ۴۴ ښځې او ۵۵ ماشومان دي.

د ادارې په خبره، د کوټې تر څنګ په پښین، ږوب، دوکۍ، خضدار، قلا سیف الله، جل مګسی او نور سیمو کې ۷۵ کسان ټپي شوي هم دي.

د ادارې له شمېرو سره سم، په بلوچستان کې د اوسنیو بارانونو له کبله ۱۸،۰۰۰ کورونه بشپړ او په جزوي ډول ويجاړ شوي دي.

د پښین ضلعې مرستيال کمېشنر ظفر علي محمد د اګست پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې د بارانونو او سېلابونو له کبله د رسېدلو زيانونو جاج اخلي. هغه سیمه په وروستیو سېلابونو له سخته ځپل شوې وه.

بلخوا په خیبر پښتونخوا کې د افتونو د نظم ادارې هم د اګست له اوومې څخه د صوبې په مختلفو برخو کې د پشکال توپاني بارانونو خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان دولتي راډيو وايي، پي ډي اېم اې د صوبې ټولو ډېپټي کمشنرانو ته هدايات ورکړي چې له ځاني او مالي زيانونو د خلکو ژغورلو لپاره دې تیاري وکړي.

د دوی په وینا، د بارانونو له وجې په نوښار، مردان او صوابۍ کې د سېلابونو او په غرنیو سیمو کې کمرونو نړېدو وېره ده.

دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان د ماحولیاتو وفاقي وزیرې شیري رحمان د اګست پر پینځمه پر خپله ټوېټر پاڼه ولیکل چې د اګست له شپږمې څخه تر نهمې په ملک کې تېز بارانونه کېدای شي.

د دې په وینا، په هغو درو ورځو کې په اسلام اباد، کشمیر، پنجاب، خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند کې د تېزو بارانونو امکان دی.

دا په داسې حال کې ده چې وزیراعظم شهبازشریف د اګست پر پینځمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي ول چې په سېلاب ځپلو سیمو کې یې د مرستو لپاره د خزانې وزارت ته د ۵ اربه روپیو ورکولو امر کړی دی.

وزیراعظم د افتونو د نظم د قامي او صوبايي ادارو ترمینځ د همکارۍ لپاره یوه کمېټي هم جوړه کړی ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG