د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپین غر پړانګانو د افغانستان شپږیزې کرکټ اتلولي وګټله


کابل کې د شپږيز کرکټ ليګ د يوې لوبې پر مهال د سپين غر پړانګانو لوبغاړی توپ اچوي ــ انځور له ارشيفه
کابل کې د شپږيز کرکټ ليګ د يوې لوبې پر مهال د سپين غر پړانګانو لوبغاړی توپ اچوي ــ انځور له ارشيفه

د افغانستان شپږیزې کرکټ لیګ په پایلوبه کې سپين غر پړانګانو لوبډلې بست ساتونکو ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د اګست پر څلورمه په کابل کې په ترسره شوې سیالۍ کې سپين غر پړانګانو لومړی بېټينګ وکړ او بست ساتونکو ته يې د لوبې ګټلو لپاره په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو د ۱۸۹ منډو هدف ورکړ.

د دې په ځواب کې بست ساتونکو د شپږو لوبغاړو په سوځېدو په ۲۰ اوورونو کې ۱۸۲ منډې جوړې کړې او لوبه يې له لاسه ووتله.

په اتلولۍ کې اتو لوبډلو برخه اخيستې وه او ټولې ۳۲ سیالۍ پکې وشوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG