د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د پولیسو پر دفتر بمي برید کې ۲ پولیسان وژل شوي


د مې ۱۶مې پر ماښام په کراچۍ کې د پولیسو پر ګاډي په برید کې یوه ښځه وژل شوې وه او ۱۶ کسان ټپیان ول.
د مې ۱۶مې پر ماښام په کراچۍ کې د پولیسو پر ګاډي په برید کې یوه ښځه وژل شوې وه او ۱۶ کسان ټپیان ول.

د کراچۍ ښار په ګارډن سیمه کې د پولیسو پر مرکزي دفتر د لاسي بم برید شوی چې پکې دوه پولیسان وژل شوي دي.

د پولیسو یوه مشر اصف اعجاز شیخ رسنیو ته ویلي چې د اګست درېیمې په برید کې دوه پولیسان ژوبل شوي هم دي.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو شیخ زیاته کړه چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.

په کراچۍ کې وخت په وخت پر پولیسو دا ډول بریدونه کېږي. د مې پر ۱۶مه د ښار په کارادر سیمه کې په یوه چاودنه کې یوه ښځه وژل شوې وه او ۱۶ کسان ژوبل شوي ول. پولیسو ویلي ول چې په موټر سایکل کې د ایښي بم هدف د پولیسو ګاډی وو چې په پېښه کې زیانمن شوی وو. د هم مې میاشتې پر ۱۲مه په صدر بازار کې په چاودنه کې یو کس وژل شوی وو او ۱۳ ژوبل شوي ول.

له دې پرته سږ کال په کې په نورو بریدونو کې هم یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د جولای پر ۱۴مه په هغه ښار کې د جنوبي وزیرستان د یو ۱۸ کلن ځوان مړی موندل شوی وو چې د پولیسو په وینا، په سر دوه مرمۍ ویشتل شوی وو.

تر هغې مخکې د اپرېل پر ۲۶مه په کراچۍ پوهنتون کې د چینايانو پر فرهنګي مرکز د بېلونپاله بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په یوه ځانمرګي برید کې درې چینايان او یو پاکستانی وګړی وژل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG