د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شریف سېلاوونو کې د مړو شویو له کورنیو سره مالي مرسته اعلان کړه


په بلوچستان کې سېلاوونو پراخ زیانونه اړولي دي - د جولای ۱۱مې انځور.
په بلوچستان کې سېلاوونو پراخ زیانونه اړولي دي - د جولای ۱۱مې انځور.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې په سېلاوونو کې د وژل شویو کورنیو ته ۱۰، ۱۰ لکه روپۍ ورکوي.

نوموړي د جولای پر ۳۰مه د بلوچستان سېلاو ځپلو سیمو ته تر سفر وروسته پر لیکلي چې وفاقي حکومت په بلوچستان کې سېلاو ځپلو ته په سمدستي توګه د مرستو لېږدولو لپاره له صوبايي حکومت سره کار کوي.

د پاکستان د حکومت په وینا، په هغه هېواد کې د جون له وروستۍ اوونۍ راهیسې په بارانونو او سېلاوونو کې شاوخوا ۳۰۰ کسان مړه شوي دي چې پکې ۱۲۷ د بلوچستان اوسېدونکي ول.

بلخوا د پاکستان دولتي رېډیو د جولای پر ۳۰مه د موسمیاتو محکمې په حواله ویلي چې په راتلونکو ۱۲ ساعتونو کې په خیبر پښتونخو او د بلوچستان په شمالي او ختیز برخو کې د نورو بارانونو امکان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG