د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر زېلېنسکي: خلک دې ژر تر ژره له دونېڅکه وځي


په دونېڅک کې پر یوه کور د روسیې تر برید وروسته ژغورونکي د اور وژنې هڅه کوي - د جولای ۲۸مې انځور.
په دونېڅک کې پر یوه کور د روسیې تر برید وروسته ژغورونکي د اور وژنې هڅه کوي - د جولای ۲۸مې انځور.

د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي اعلان کړی چې حکومت یې د هېواد په ختیځ کې له دونېڅک سیمې څخه "هرومرو" د خلکو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

په هغه سيمه کې د روسیې له یرغلګرو ځواکونو سره شدیده جګړه روانه ده.

ولسمشر زېلېنسکي د جولای پر ۳۰ مه د شپې ناوخته په ټېلېوېژني وینا کې دا هم وویل چې لکونه کسان لا هم د دونباس په هغو سیمو کې دي چې پکې جګړه روانه ده او وتلو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه چې "څومره زیات خلک له دونېڅکه سیمې وځي نو له روسیو ځواکونو سره به د کمو کسانو د وژلو وخت" وي.

زېلېنسکي ویلي چې له هغو سیمو څخه وتلیو خلکو ته به تاوان ورکوي چې په خوندي ځایونو کې په اسانۍ خپل ژوند پر مخ یوړل شي.

اوکراینیو رسنیو د هغه هېواد د مرستیالې وزیراعظمې اېرېنا وېرېشچوک په حواله ویلي چې تر ژمي مخکې د خلکو ایستل اړین دي. د هغې په وینا، د دې لامل دا دی چې په هغو برخو کې د کورني استعمال د ګیس نللیکې ویجاړې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG