د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې تازه بمبارۍ پنځه کسان وژلي


د روسیو ځواکونو په بمبارۍکې له پلازمېنې کییفه شاوخوا ۳۰۰ کېلومیټره لیرې په جنوب کې د کروپي وېنېڅکي په نوم ښار په نښه شوی دی. (انځور: ارشیف)
د روسیو ځواکونو په بمبارۍکې له پلازمېنې کییفه شاوخوا ۳۰۰ کېلومیټره لیرې په جنوب کې د کروپي وېنېڅکي په نوم ښار په نښه شوی دی. (انځور: ارشیف)

د اوکراین یوه سیمه ییز والي ویلي دي چې د هغه هېواد په مرکز کې د کېروفوګراد پر سیمه د روسیې په پرونۍ بمبارۍ کې پینځه کسان وژل شوي او لسګونه ژوبل دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراینیو ځواکونو د جنوبي خېرسون سیمې د بیا نیولو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د روسیو ځواکونو په بمبارۍکې له پلازمېنې کییفه شاوخوا ۳۰۰ کېلومیټره لیرې په جنوب کې د کروپي وېنېڅکي په نوم ښار په نښه شوی دی.

سیمه ییز والي اندرې رېکووېچ پر ټولنیزو شبکو په وېډیويي بیان کې ویلي دي چې ۲۵ ژوبل کسان روغتون ته انتقال شوي او پینځه کسان وژل شوي دي.

د اوکراین انټرفیکس خبري اژانس د ښار چارواکو په حواله ویلي دي چې په بمبارۍ کې د ((هوايي چلند تجهیزات))، الوتکه او ورسره نېږدې ودانۍ زیانمنې شوې دي.

د روسیو توغندیو په برید کې د کییف، چېرنېهیف، مېکولایېف او خارکیف سیمې هم په نښه شوې دي.

د اوکرایني پوځ د مشر یوه لوړپوړي چارواکي اولېکسي هروموف ویلي دي چې په کییف سیمه کې په حمله کې له پلازمېنې بهر په یوه کلي کې یوه پوځي قطعه لګېدلې ده.

ده ویلي دي چې په برید کې یوه وداني ړنګه شوې او دوو نورو ته زیان اوښتی دی.

د کییف سیمه ییز والي اولېکسي کولېبا ویلي دي چې په بمباریو کې ۱۵ کسان ژوبل شوي چې پکې پینځه ولسي وګړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG