د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني وايي، د ګازو د لېږد په اړه به د روسیې فشار قبول نه کړي


د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک ویلي اروپايي اتحادیه به مسکو ته د ګازو د لېږد په معامله کې د "بلیک میلنگ" یا له خوږې ګوتې نه د نیولو اجازه ور نه کړي.


دا له هغې وروسته ده چې "ګازپروم" د "نورډ سټریم یو" پایپ لاین له لارې چې روسیه او جرمني سره نښلوي، د ګازو په ترسیل کې یو بل لوی کمښت اعلان کړ.

پرون (د جولايي په ۲۶مه) د ازادې اروپا راډیو سره په یوه مرکه کې نوموړې وویل چې جرمني او اروپا د روسیې تاکتیک ته په اروپايي اتحاد کې د تقسیم د یوې هڅې په توګه ګوري چې بریالۍ به نشي ځکه چې اروپا د نور کله پرتله تر ټولو ډیره متحده ده او باید د روسیې په انرجي خپله تکیه ختمه کړي.
۲۷مې نېټې څخه جرمني ته د نورډ سټریم یو پایپ لاین له لارې د ګازو د لیږد ظرفیت پنځمې برخې ته کم کړي.

جرمني او اروپايي اتحادیې دواړو ویلي چې د ګازو د جریان د کمولو لپاره هیڅ تخنیکي وجه نشته. دويی وايي چې د روسیې دا اقدام سیاسي انګیزه لري او پر اوکراین د برید له امله په روسیې د اروپايي ټولنې له بندیزونو سره تړاو لري.

تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر وولودیمیر زیلېنسکي د جولای په ۲۶مه، له اروپا غوښتي وو چې د روسیې د ګیسو د جګړې په ځواب کې دې پر مسکو بندیزونه سخت کړي.

زیلېنسکي د جولای پر ۲۵مه په خپله ویډیويي وینا کې وویل، روسیې اروپايي هېوادونو ته د ګیسو په اړه یوه نوې دړکه خپره کړې او زیاتوي چې دا د ګیسو یو ښکاره جنګ دی چې روسیه يې د یوې متحده اروپا خلاف پیلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG