د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین وايي روسیو ځواکونو د هېواد پر بېلابېلو برخو بمباري کړې


روسي ځواکونه د اوکراین له یوې نامعلومې برخې د اوکراینیو سرتېرو پر ځایونو د برید پر مهال - د جولای ۲۲مې انځور.
روسي ځواکونه د اوکراین له یوې نامعلومې برخې د اوکراینیو سرتېرو پر ځایونو د برید پر مهال - د جولای ۲۲مې انځور.

د اوکراین پوځ د هېواد په شمال، جنوب او ختیځ کې پر بېلابېلو ځایونو د روسیې د بمبارۍ خبرونه ورکړي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې اوکراین د جولای پر ۲۴مه وویل، د اودېسې پر بندر د روسیو ځواکونو پر برید سربېره به د تور سمندرګي له لارې د غلو د لېږد پلان پرمخ بیایي.

کییف وايي، هغو حملو د جولای پر ۲۲مه هغه لاسلیک شوې موافقه تر پوښتنو لاندې راوستې چې پکې ورسره روسیې د غلې د برامد مخې نه نیولو ژمنه کړې.

اوکرایني پوځ ویلي، روسیو ځواکونو د جولای پر ۲۴مه د دونېڅک په شمال ختیځ کې د یوه برېښناکوټ د نیولو "ناکامه" هڅه وکړه. همداراز، اوکرایني هوايي ځواک ویلي چې جنګي الوتکو یې په هغه هېواد کې د روسیې پر درو پیاوړو مرکزونو توغندي داغلي دي چې پکې "روسي سرتېري وژل" شوي او جنګي سامانونه یې "تباه" شوي دي.

په خپلواکه توګه د اوکراینیو ځواکونو د دعوو تصدیق نه شي کېدای.

روسیې د جولای پر ۲۳مه له اودېسا سره نېږدې دوه توغندي وویشتل او دوه یې د اوکراین دفاعي نظام هدف ته تر رسېدو مخکې تباه کړل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جولای پر ۲۴مه د توغندیو حمله تایید کړه او و یې ویل چې پکې یې پوځي مرکزونه ړنګ کړي دي.

روسیې د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین "بې دلیله" یرغل پیل کړ چې پکې تر اوسه د دواړو خواوو زرګونه کسان وژل شوي او لکونه اوکراینیان بې کوره او کډوال شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG