د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو څار سازمان: روسيې د اوکراين په جنوب کې جنګي جرمونه کړي


د اوکراين په زپورېژیا کې د روسيې په بريد کې ژوبل شوی اوکراينی عسکر په روغتون کې تر تداوۍ لاندې دی ــ انځور له ارشيفه
د اوکراين په زپورېژیا کې د روسيې په بريد کې ژوبل شوی اوکراينی عسکر په روغتون کې تر تداوۍ لاندې دی ــ انځور له ارشيفه

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ) پر روسیې تور پورې کړی چې د اوکراین په جنوب کې یې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې "څرګند جنګي جرمونه" کړي دي.

سازمان د جولای پر ۲۲مه په یو راپور کې ویلي چې روسیې د اوکراین په خېرسون او زپورېژیا سيمو کې خلک په "زوره لادرکه کړي، په ناقانونه توګه یې بندي کړي او ځورولي (شکنجه کړي)" دي.

راپور وايي، په هغو کسانو کې د "اوکراین جنګي بندیان" هم شامل دي چې په "جنګي جرمونو" کې راځي.

مسکو په سمدستي توګه د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې دا ډول دعوې رد کړې دي. روسیه همداراز ټینګار کوي چې په اوکراین کې ولسي وګړي نه په نښه کوي.

خو هیومن رایټس واچ ویلي چې د روسيې چارواکي باید په سمدستي توګه له "داسې ځورونو لاس واخلي" او پر دې پوه شي چې ورڅخه د دې حساب اخیستل کېدای شي او "ورڅخه به واخیستل شي."

روسيې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړ چې پکې تر دې دمه دواړو خواوو ته په زرګونو کسان وژل شوي او په لکونو اوکراینیان بې کوره شوي دي.

په جګړه کې دواړو خواوو د يو بل سرتېري هم نيولي چې کره شمېر يې نه دی په ډاګه شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG