د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه وايي د تور سمندرګي له لارې د غلو لېږد بحالۍ په اړه موافقه لاسلیکېږي


د ترکیې له کراساو بندر سره نېږدې په تور سمندرګي کې په غلو بار بېړۍ - د جولای درېیمې انځور.
د ترکیې له کراساو بندر سره نېږدې په تور سمندرګي کې په غلو بار بېړۍ - د جولای درېیمې انځور.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان دفتر ویلي دي چې ملګري ملتونه، ترکیه، روسیه او اوکراین په استنبول کې د تور سمندرګي له لارې د اوکراین د غلو د برامد بحالولو په اړه موافقه لاسلیکوي.

له رپورټونو سره سم، تېره اوونۍ په استنبول کې څلور واړه خواوې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د پلان په اړه یوې موافقې ته نېږدې شوې وې چې د بندرونو له لارې د غلو د لېږد اجازه ورکړي.

د اردغان دفتر د جولای پر ۲۱مه وويل چې د خبرو اترو پر مهال د غلو د برامداتو د بیا پیلولو په اړه عمومې موافقې ته رسېدلي او ټاکل شوې چې د جولای پر ۲۲مه یې ټولې خواوې لاسلیک کړي. په سمدستي توګه د موافقې تفصیل معلوم نه دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې د اعلان هرکلی کړی دی خو ویلي یې دي چې د موافقې د عملي کولو په برخه کې به له روسیې څخه د حساب پر غوښتو تمرکز کوي.

د ملګرو ملتونو مشر انتونيو ګوتریش د جولای پر ۲۱مه استنبول ته پر لاره وو چې د هغه سازمان يو ویاند وويل چې د یوې موافقې پر سر لا هم بشپړې خبرې اترې نه دي شوي.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت ويلي چې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د خبرو اترو بل پړاو د جولای پر ۲۲مه په ترکیې کې کېږي خو ویاند یې د سند د لاسلیکېدو تصدیق و نه کړ.

په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې تر حملې وروسته له هغې سیمې څخه د نړۍ یوشمېر برخو ته د غلو لېږد بهیر ټکنی شوی دی.

اوکراین او روسیه دواړه د نړۍ د غنمو او نورو غلو له لویو پیداواري هېوادونو څخه دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG