د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ډالر په وړاندې د روپۍ نرخ تر ټولو کمې کچې ته لوېدلی


صرافان پیسې شماري (انځور له ارشيفه)
صرافان پیسې شماري (انځور له ارشيفه)

په پاکستان کې د یو ډالر بیه ۲۲۲ روپو ته لوړه شوه چې په دې هېواد کې د پيسو تر ټولو کم ارزښته کېدل ښيي.

ډان ورځپاڼې د پاکستان د فاریکس ایسوسي اېشن (ایف اې پي) په حواله لیکلي چې د جولايي په ۱۹ مه د یو ډالر بیه شپږ روپۍ وختله.

د ډالر نرخ د جولايي تر پنځلسمې د ۲۱۰ روپو په خوا او شا کې چلېده خو د جولايي په اتلسمه په یوه ورځ کې خوا او شا د پينځه روپۍ له ګرانېدو سره ۲۱۵ ته ورسېده او نن نور هم څه خوا او شا شپږ روپۍ ګران او ۲۲۲ ورسېده.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت په دې ورستیو کې ویلي وو چې د نړیوال مالي فنډ یا ايي اېم ایف لخوا د قرضې ورکولو وروسته به د ډ‌الر نرخ راکم شي. خو په پاکستان کې شنونکي وايي چې سياسي بې ثباتۍ د پيسو په ارزښت اغيز کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG