د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو لوړپوړی ایرانی چارواکی وايي هېواد یې د اټومي وسلو جوړولو توان لري


د ایران بوشهر اټومي بټۍ ودانۍ مخې ته د هغه هېواد بیرغ رپېږي - پخوانی انځور.
د ایران بوشهر اټومي بټۍ ودانۍ مخې ته د هغه هېواد بیرغ رپېږي - پخوانی انځور.

د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي لوړپوړي سلاکار ویلي دي چې هېواد یې د اټومي وسلو جوړولو توان لري خو د دې کار کولو په اړه یې لا هم پرېکړه نه ده کړې.

دا خبره کمال خرازي د جولای پر ۱۷مه له الجزیره ټېلېوېژن سره تر هغې وروسته کړې چې امریکايي ولسمشر جو بایډن د اسراییلو او سعودي عرب د سفرونو پر مهال ژمنه وکړه چې واشنګټن به ایران "د اټومي وسلو تر لاسه کولو" ته نه پرېږدي.

خرازي وویل، کولای شي چې په "څو ورځو کې اورانییم تر ۶۰ فیصده پورې غني کړي" او دا چې "په اسانۍ اورانییم تر ۹۰ فیصده پورې غني کولای" شي.

ده وویل، ایران د "اټوم بم جوړولو تخنیکي وسایل لري" خو "په دې اړه یې لا هم پرېکړه نه ده کړې."

ایران له اوږدې مودې راهیسې په بیا بیا د اټومي وسلو له تر لاسه کولو او جوړولو انکار کړی دی او دعوه کوي چې اټومي پروګرام یې یوازې ملکي موخې لري، خو پر دې سربېره یې د پوځي ډوله توغندیو ازموینو ته دوام ورکړی دی.

جو بایډن د جولای پر ۱۶مه منځني ختیځ ته خپل سفر پای ته ورساوه. نوموړي په اسراییلو او سعودي عرب کې د خبرو پر مهال ټینګار وکړ چې ایران د اټومي وسلو تر لاسه کولو او همداراز، په سیمه کې د خپل نفوذ پراخولو ته نه پرېږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG