د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او اسراییل د اټومي وسلو له جوړولو څخه د ایران منع کولو په اړه موافقه لاسلیکوي


له کیڼې خوا: د اسراییلو د دفاع وزیر، امریکايي ولسمشر او د اسراییلو وزیراعظم د اسراییلو د دفاعي نظام مخې ته تېرېږي - د جولای ۱۳مې
له کیڼې خوا: د اسراییلو د دفاع وزیر، امریکايي ولسمشر او د اسراییلو وزیراعظم د اسراییلو د دفاعي نظام مخې ته تېرېږي - د جولای ۱۳مې

ټاکل شوې چې امریکايي ولسمشر جو بایډن او د اسراییلو وزیراعظم یاییر لاپید د جولای پر ۱۴مه یوه داسې ګډه موافقه لاسلیک کړي چې پکې به دواړه خواوې د اټومي وسلو له جوړولو څخه د ایران د منع کولو ژمنه کوي.

د امریکايي حکومت یوه لوړپوړي چارواکي، چې نوم یې نه دی ښوول شوی، خبریالانو ته ویلي دي چې رسمي اعلامیه به د دواړو هېوادونو ترمینځ اوږدمهالي امنیتي تعلقات لا پراخه کړي.

نوموړي وویل چې "دا رسمي اعلامیه خورا مهمه ده او پکې دا ژمنه شامله ده چې ایران به هېڅکله د اټومي وسلو ترلاسه کولو ته نه پرېښوول کېږي او همداراز، پکې به" په سیمه کې "د ایران د بې ثباتۍ د هڅو او په ځانګړي ډول اسراییلو ته ګواښونو" مخنیوي د لارو چارو ذکر هم موجود وي.

بایډن د جولای پر ۱۳مه تل ابیب ته ورسېد. دا د ولسمشرۍ تر پیلولو وروسته منځني ختیځ ته د نوموړي لومړی سفر دی.

له ښي خوا: د اسراییلو وزیراعظم یاییر لاپید، امریکايي ولسمشر جو بایډن او د اسراییلو ولسمشر اسحاق هېرڅوګ له تل ابیب سره نېږدې له هوايي ډګره روان دي - د جولای ۱۳مې انځور.
له ښي خوا: د اسراییلو وزیراعظم یاییر لاپید، امریکايي ولسمشر جو بایډن او د اسراییلو ولسمشر اسحاق هېرڅوګ له تل ابیب سره نېږدې له هوايي ډګره روان دي - د جولای ۱۳مې انځور.

بایډن البته تر دې مخکې په خپل اوږد سیاسي ژوند کې پر مختلفو څوکیو د دندو پر مهال اسراییلو ته سفرونه کړي دي.

چارواکو ویلي دي چې نوموړی د جولای پر ۱۴مه له اسراییلي وزیراعظم لاپید سره ګډې خبري غونډې ته هم وینا کوي.

تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي ول چې د سعودي عرب او اسراییلو له مشرانو سره په لیدنه کې د ایران په اړه خبرې د سفر اجنډا مهمه برخه ده. سعودي عرب او اسراییل دواړه د ایران سخت مخالفان ګڼل کېږي.

بایډن به د سیمې له مشرانو سره د لیدو پر مهال له ایران سره د نړۍ د ځواکمنو هېوادونو اټومي موافقې پر بحالولو بحث کوي. نوموړی په ۲۰۱۵ز کال کې د موافقې لاسلیکېدو پر مهال د پخواني ولسمشر باراک اوباما مرستیال وو او اوس یې د اټومي تړون بحالول د ولسمشرۍ له لومړیتوبونو یو دی.

بایډن دوه ورځې په بیت المقدس کې له اسراییلو مشرانو سره خبرې کوي او بیا به په مقبوضه غربي څنډه کې د فلسطینۍ ادارې له ولسمشر محمود عباس سره ګوري.

ټاکل شوې چې تر هغې وروسته بایډن سعودي عرب ته ولاړ شي. تمه ده چې نوموړی به هلته د اسراییلو او سعودي عرب د اړیکو پر عادي کولو ټینګار وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG