د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان شپږيزې کرکټ اتلولۍ لوبډلمشران اعلان شول


د سپین غر پړانګانو او امو نهنګانو لوبډلو ترمینځ د ۲۰۲۰ز کال د سیالۍ یو انځور.
د سپین غر پړانګانو او امو نهنګانو لوبډلو ترمینځ د ۲۰۲۰ز کال د سیالۍ یو انځور.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویلي دي چې په کلنۍ شپږیزه کرکټ اتلولۍ کې یوشمېر ځوان لوبغاړي د لوبډلمشرانو په توګه ټاکل شوي دي.

د شپږیزې کرکټ لیګ یا اتلولۍ د تیارو په لړ کې اته لوبډلو ځوان لوبغاړي د لوبډلمشرانو په توګه ټاکلي دي چې ډېریو یې مخکې کپتاني نه ده کړې او دا یې لومړی ځل دی چې د یوې لوبډلې د مشرۍ مسوولیت اخلي.

په لیګ کې د سپین غر پړانګانو لوبډلې مشر عثمان غني، د مس عینک اتلانو هغه امیر حمزه هوتک، د هندوکش حضرت الله ځاځی، د امو نهنګانو لوبډلې احسان الله جنت او د بوست ساتونکو ډلې مشر حشمت الله شهیدي ټاکل شوي دي.

اخوا د کابل زلمیانو مشري رحمان الله ګربز، د بند امیر ښامارانو راشد خان او د پامیر ستورو شاهپور ځدراڼ ته سپارل شوې ده.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د شپږیزې اتلولۍ لپاره یې تیاری روان دی. د بورډ په خبره، سیالۍ د جولای پر ۱۸مه په کابل کې پیلېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG