دوو خویندو د کور پر بام د چرګانو، او څارویو فارم جوړ کړی
په یمن کې دوه خویندې چې د کرنې او مالدارۍ له پوهنځي فارغې شوې دي، د کور پر بام یې د چرګانو، بزو او مېږو فارم جوړ کړی دی. دوی خپل کاروبار له یو څو چرګانو او بزو پیل کړ چې اوس یې پراخه کړی دی. دوی شیدې، ماسته او نور شیان جوړوي او خرڅوي یې. دواړه خویندې وايي، په جنګ ځپلي هېواد کې یې په بېکارۍ کې د ژوند تېرولو پر ځای کاروبار پیلولو ته توجه ورکړه. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.