د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سريلنکا ولسمشر استعفا اعلان کړه او جدې ته ولاړ


د سريلنکا ولسمشر ګوتابايا راجاپکسا د جولای پر ۱۳مه له مظاهرو وروسته د هېواد پرېښودلو ته اړ شوی وو، خو هغه مهال یې استعفا نه وه ورکړې ــ انځور له ارشيفه
د سريلنکا ولسمشر ګوتابايا راجاپکسا د جولای پر ۱۳مه له مظاهرو وروسته د هېواد پرېښودلو ته اړ شوی وو، خو هغه مهال یې استعفا نه وه ورکړې ــ انځور له ارشيفه

د سريلنکا د پارلېمان سپیکر نن (د جولای پر ۱۵مه) سهار ویلي چې د هغه هېواد ولسمشر ګوتابایا راجاپکسا یوه ورځ وړاندې (د جولای پر ۱۴مه) له خپلې دندې رسماً استعفا ورکړېده.

دا په داسې حال کې ده چې په هغه هېواد کې د اقتصادي بدحالۍ له کبله له څو میاشتو راهیسې مظاهرې روانې دي. تر دې وړاندې، د مظاهره چیانو او د پارلېمان د سپیکر مهېندا یاپا ابېوردنا ترمينځ مذاکرات بريالي شول. د دغو مذاکراتو په نتيجه کې مظاهره چیان دې خبرې ته رضا شول چې سرکاري ودانۍ به خوشې کوي.

تمه ده چې د راجاپکسا د دورې د بشپړولو لپاره به د جولای پر ۲۰مه نېټه د پارلېمان یوه غونډه وشي چې پکې به د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره بحث وشي. د ولسمشرۍ دا دوره په ۲۰۲۴ز کال کې پای ته رسېږي.

راجاپکسا د جولای پر ۱۳مه له مظاهرو وروسته د هېواد پرېښودلو ته اړ شوی وو، خو هغه مهال یې استعفا نه وه ورکړې.

نوموړی لومړی مالدیپ او بیا سینګاپور ته ولاړ. هغه په سینګاپور کې د سريلنکا په سفارت کې خپله استعفا پاڼه وړاندې کړه او بیا د سعودي عرب جدې ښار ته ولاړ.

بل پلو، راپورونه وايي، په سريلنکا کې د ریاست لخوا د بیړني حالت له اعلانولو وروسته هم ناارامي ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG