د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا په شام کې د داعش وسله والې ډلې د یو مهم مشر د وژلو ادعا کړې


د امريکا مرکزي کمانډ وايي چې ډرون بريد د ترکيې له پولې سره نېږدې په شام کې شوی - پخوانی انځور

د امريکا پوځ ويلي چې په شام کې یې د بې پیلوټه الوتکې (ډرون) په برید کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې يو مهم مشر وژلی دی.

د امريکا مرکزي قوماندانۍ (کمانډ) یا سېنټکام د جولای پر ۱۲مه يه يوه خبرپاڼه کې ويلي چې پر ماهر العقال يې د سې شنبې (نهې) پر ورځ د ترکيې له پولې سره نېږدې د شام له شمال لویديز جنديرس وړوکي ښاره بهر بريد وکړ چې هغه پکې ووژل شو او نوموړي ته نېږدې د داعش ډلې يو بل ناپېژندل شوی مخکښ غړی سخت ژوبل شو.

داسې ويل کېږي چې العقال له عراق او شامه بهر د اسلامي دولت يا داعش وسله والې ډلې د شبکې پراخولو مسوول وو.

د امريکا دفاع وزارت ويلي چې په بريد کې هېڅ ولسي تلفات نه ول، خو په سمدستي توګه د دې امکان نه وو چې دا معلومات تاييد شي.

بل خوا "د شام ولسي دفاع" په نوم د دې هېواد يو بشري سازمان ويلي چې يو "نامعلومه بې پيلوټه الوتکې" يو موټرسايکل په نښه کړ او دوه کسان يې ووژل. د شام د بشري حقونو د څار ادارې هم ويلي چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دوه کسان وژل شوي.

د امريکا مرکزي قومندانۍ ويلي چې العقال د داعش وسله والې ډلې د سر له پينځو مشرانو څخه يو وو.

XS
SM
MD
LG