د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: ورښتونو او سېلاوونو کې د وژل شویو شمېر تر ۵۰ اوښتی


په بلوچستان کې په ۲۰۲۰ز کال کې سېلاوونو یوشمېر سیمې لاندې کړې وې - د ۲۰۲۰ز کال د اګست ۱۰مې انځور.
په بلوچستان کې په ۲۰۲۰ز کال کې سېلاوونو یوشمېر سیمې لاندې کړې وې - د ۲۰۲۰ز کال د اګست ۱۰مې انځور.

چارواکي وايي، په بلوچستان کې په بارانونو او سېلاوونو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او ګڼ کورونه ړنګ شوي دي.

په بلوچستان کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د جولای پر اتمه په بیان کې ویلي چې د ورښتونو له وجې په یوشمېر سیمو کې سېلاوونه راغلي دي او په اغېزمنو ځایونو کې مرستندویه چارې روانې دي.

د ادارې په خبره، په بارانونو او سېلاوونو کې د وژل شویو شمېر ۵۶ ته رسېدلې او یوشمېر کسان ژوبل دي. د ادارې په خبره، سېلاوونو شاوخوا ۷۰۰ کورونه ړنګ کړي دي او کوټه، پښین، قلعه سیف الله، ژوب او دوکۍ تر ټولو سخت ځپل شوي دي.

بارانونه د کوټې په ګډون پښتون مېشتو سيمو ژوب، پښين، لورالايي (بوري)، بارکان، او بلوڅ مېشتو سيمو قلات، منګوچر، خضدار، مستونګ او شاوخوا نورو سيمو کې شوي دي.

د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې په خبره، په دوکۍ او پښین کې د زیاتو زیانونو لامل د وړو بندونو زیانمنېدل دي.

پي ډي اېم اې زیاتوي، اړوندو چارواکو د بندونو ماتېدو د لاملونو معلومولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

په بلوچستان کې د جولای له څلورمې راهیسې د وسې بارانونو دویمه لړۍ پیل شوې ده او د موسمیاتو ادارې د جولای پر اتمه په بیان کې ویلي دي چې د جمعې پر ورځ به هم په ژوب، بارکان، ګوادر او تربت کې ورښت دوام ولري.

د موسمیاتو ادارې خلکو ته سپارښتنه کړې چې د سختو بارانونو له وجې دې پر لویو لارو له سفر کولو ډډه وکړي.

هلته د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د موسمیاتو ادارې په حواله ویلي دي چې بارانونه به د جولای پر نهمه او ۱۰مه دوام ولري.

هغې ادارې د جولای پر اوومه پر ټوېتر په بیان کې ويلي دي چې ټولو اړونده څانګو ته یې سپارښتنه کړې چې په اختر کې دې د مرستندویه چارو لپاره تیار اوسي.

بلوچستان د پاکستان په جنوب لویدیځ کې پرته صوبه ده چې اوږدمهاله وچکالۍ ځپلې ده. د وچکالۍ له وجې په ګڼو ځایونو کې د ځمکلاندې اوبو سطح خورا ټیټه شوې چې له وجې یې ان د مرکز کوټې او بوري په څېر ښارونو کې خلک د څښاک اوبه په ټانکرونو کې اخلي. په هغه صوبه کې د وچکالۍ له کبله ډېری باغونه وچ شوي او ځينو کورونيو د روزګار لپاره کراچۍ او نورو سيمو ته کډه کړې ده.

په بلوچستان کې په وروستي ځل په ۲۰۲۰ز کال کې لوی سېلاوونه راغلي ول چې زیات زیانونه یې په بلوڅ مېشته سیمو کې اړولي ول.

XS
SM
MD
LG