د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه ۳۶۳ نور افغان کډوال له هېواده وباسي


یوه افغانه کډواله کورنۍ (انځور له ارشيفه)
یوه افغانه کډواله کورنۍ (انځور له ارشيفه)

د ترکیې رسنۍ وايي چې دې هېواد افغانستان ته د هغو افغانانو کډوالو ستنولو ته دوام ورکړی چې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري.

د انادولیا رسمي خبري اژانس د راپورله مخې ۳۶۳ افغان کډوال د دې هېواد چارواکو استانبول ته لېږدولي چې له هغه ځایه یې افغانستان ته واستوي.

دغه افغان کډوال د ترکیې په ادیرنه ښار کې نیول شوي دي. د راپور له مخې دغو افغانانو چې په غیر قانوني توګه یې په دې ښارکې ژوند کاوه، له همدې امله چې د استوګنې قانوني اجازه یې نه‌لرله، بېرته افغانستان ته لېږل کېږي.

خو دا نه‌دي ویل شوي چې دوی به کله افغانستان ته لېږل کېږي.

ترکیې په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی دی. تېره مياشت یې ۲۲۷ افغانان ایستلي وو او هغه مهال یې ویلي وچې له غیر قانوني کډوالو سره به جدي چلند کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG