د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا په شيکاګو ښار کې ۶ کسان وژل شوي


ډزې د های لېنډ پارک سيمه کې شوې دي.
ډزې د های لېنډ پارک سيمه کې شوې دي.

د امریکا شیکاګو ښار ته نېږدې يو کس په ډزو کې لږ تر لږه شپږ تنه وژلي او ۲۴ نور يې ټپیان کړي دي.

چارواکیو ویلي چې دا پېښه د جولای پر څلورمه په داسې وخت کې شوې چې خلک د شیکاګو ښار ته نیږدې په های لېنډ پارک سیمه کې د امریکا د خپلواکۍ ورځې لمانځلو ته راغونډ شوي ول او یو کس ورباندې د يو بام له سره ډزې وکړې.

چارواکي وايي چې د پېښې له ځایه یې تمانچه ترلاسه کړې خو څوک یې نیولي نه دي.

پولیس وايي، دوی د یو داسې سپین پوستي مشکوکه کس په لټون دي چې عمر یې ښايي له ۱۸ تر ۲۰ کالو وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG