د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوین الحق انګلینډ کې د غوره بالر اعزازي خولۍ ترلاسه کړې


نوین الحق د یوه لوبغاړي تر سوځولو وروسته خوشالي لمانځي - پخوانی انځور.
نوین الحق د یوه لوبغاړي تر سوځولو وروسته خوشالي لمانځي - پخوانی انځور.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي نوین الحق د انګلستان (انګلینډ) په ۲۰ اووریزو لوبو کې د خپل کلب له مشرانو د غوره بالر د اعزاز خولۍ ترلاسه کړه.

هغه د انګلستان د وایټالېټي بلاسټ په نوم د ۲۰ اووریزو سیالیو اتلولۍ کې د لېسټشر لوبډلې غړی دی. نوین الحق تر اوسه په ۱۴ سیالیو کې ۲۳ وېکټې اخیستې دي او په دې توګه د اتلولۍ له مخکښو وېکټ اخیستونکو یو دی.

هغه افغان لوبغاړي په ۲۰۲۱ز کال کې هم په وایټالېټي بلاسټ سیالیو کې تر ټولو زیات لوبغاړي سوځولي ول.

نوین الحق د جولای پر دویمه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې د لېسټشر لوبډلې لپاره د ګولډن فاکس کاونټۍ د خولۍ ترلاسه کولو ورته ویاړ وربښلی دی.

نوموړي لیکلي چې دی د "سپین توپ (بال) لومړی اچوونکی" دی چې دا اعزاز یې ګټلی دی. د کرکټ په سیالیو کې پخوا سور توپ کارول کېده او سپین بال د ۱۹۹۰ز لسیزې پر مهال دود شو خو د کاونټۍ کرکټ به بیا هم په سره توپ کېده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG