د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: هدفي بریدونو او د ناامنۍ پېښو کې شپږ کسان وژل شوي


چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان په میرلي کې پرون (د جولای پر لومړۍ نېټه) وسله والو په هدفي برید کې دوه نور کسان وژلي او یو بل یې ژوبل کړی دی.

د سیمې د پولیسو مشر فرحان خان مشال راډیو ته وویل، په نخښه شوي کسان د یوه هوټل مخې ته پلي (پیاده) روان وو چې د نامعلومو وسله والو لخوا د هدفي برید ښکار شول. په وژل شویو کې یو د شمالي وزیرستان ایپي سیمې اوسېدونکی عبدالرحمان او بل د توري خېلو اوسېدونکی احمد علي دی. ژوبل شوی تن یعقوب د جنوبي وزیرستان د لدها سیمې دی.

په عین حال کې پرون (د جولای پر لومړۍ نېټه)په رزمک کې هم د یو کس مړی موندل شوی دی چې دا وخت یې جسد په ځايي هسپتال کې دی او د پولیسو په وینا تر اوسه یې شناخت نه دی شوی.

بلخوا په میرامشاه کې یو پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډيو ته ویلي چې تېره شپه( د جولای په لومړۍ نېټه ناوخته) امنیتي سرتېرو او د ترهګرۍ ضد محکمې په ګډه کارروايي کې د داعش درې وسله وال وژلي دي.

د یاد چارواکي له ادعا سره سم دغو وسله والو غوښتل چې شمالي وزیرستان ته د افغانستان د خوست نه واوړي خو دوی په غلام خان سیمه کې په کارروايۍ کې ووژل. د وژل شویو کسانو جسدونه میرامشاه ته وړل شوي دي.

په دغو کې یو د کونړ قوماندان سعیدالله، د باړې قوماندان ضیاالرحمان او د نوښار قوماندان مسقیم ښودل شوي دي. مشال راډیو په خپلواکه توګه د دغه چارواکي چې نوم یې نه دی اخېستی، د ادعاوو پخلی نه شي کولی. تر اوسه داعش په دې اړه څه نه دي ویلي.

په شمالي وزیرستان کې له تېرې څه مودې راهیسې هدفي بریدونه زیات شوي دي. په روان کال کې خواوشا ۳۰ تنان په ورته ډول د هدفي بریدونو ښکار ګرځېدلي دي. په دغو هدفي بریدونو کې د اکثرو ذمه واري چا نه ده قبوله کړې. خو بل پلو امنیتي چارواکي وايي چې د وسله والو خلاف یې عملیات ګړندي کړي دي.

XS
SM
MD
LG