د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوليس: جنوبي وزيرستان کې يو پوليس افسر او يو وسله وال وژل شوي


د تحريک طالبان پاکستان او پاکستاني حکومت تر مينځ پر اوربند سربېره د خيبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې کله نا کله وسله وال بريدونه رامينځ ته کېږي ــ انځور له ارشيفه
د تحريک طالبان پاکستان او پاکستاني حکومت تر مينځ پر اوربند سربېره د خيبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې کله نا کله وسله وال بريدونه رامينځ ته کېږي ــ انځور له ارشيفه

د جنوبي وزیرستان پولیس چارواکي وايي چې د جون پر ۳۰مه ماښام مهال په اعظم ورسک سیمه کې د پوليسو د ګښت پر مهال د ډزو په پېښه کې يو پولیس افسر او یو وسله وال وژل شوي دي.

د جنوبي وزیرستان د پوليسو مشر خان زیب مومند پرون (جون ۳۰مه) ناوخته مشال راډيو ته وويل چې پوليسو د واڼه په اعظم وارسک سیمه کې د ګښت پر مهال د خلکو د تلاښۍ لپاره ولاړ ول چې دوه "مطلوب" کسان يې ايسار کړل. نوموړی زياتوي، د دغو کسانو د تلاښۍ پر مهال هغوی پر پوليسو ډزې وکړې، چې په نتيجه کې يې د ترهګرۍ ضد پولیسو يو افسر په شمول یو وسله وال ووژل شو او یو بل وسله وال په ژوبل حالت کې په "تېښته کې بريالی" شو.

پولیس ادعا کوي چې د دغو دوو مشکوکو وسله والو په ګډون د اعظم ورسک سيمې درې اوسېدونکي له ډېرې مودې راهسیې د ترهګرۍ په پیښو کې د لاس لرلو له کبله پولیسو ته "مطلوب" ول او د پټو معلوماتو پر بنیاد يې تېر ماښام د هغوی د نيولو لپاره ناکه وهلې وه چې دا پېښه رامينځته شوه.

پولیسو دا نه دي ويلي چې دا کسان له کومې وسله والې ډلې سره تعلق لري او په کوم وخت يې څه ډول ترهګريز فعاليتونه تر سره کړې دي. بلخوا کومې وسله والې ډلې هم په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

دا پېښه په داسې حال کې رامينځ ته شوې چې د جون پر لومړۍ نېټه د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان تر نامعلومې مودې د اوربند پر غځولو سلا شول. دواړو خواوو د تېر کال له وروستیو میاشتو راهیسې خبرو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG