د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراين: پر اودېسا د روسیې په برید کې ۱۸ کسان وژل شوي


د ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۳۰مه د اوکراين په اودېسا سيمه کې په توغندۍ د لګېدلې ودانۍ انځور
د ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۳۰مه د اوکراين په اودېسا سيمه کې په توغندۍ د لګېدلې ودانۍ انځور

د اوکراین پر اودېسا سيمه د توغندیو لګېدو برید کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.

د اوکراين د بیړنيو مرستو کارکوونکي وايي چې دا برید تېره شپه (د جون پر ۳۰مه) ناوخته د اودېسا په بيلهورود دنيستروفسکي ولسوالۍ کې د روسیې لخوا ترسره شوی چې پکې د استوګنې یوه ودانۍ او یو تفریحي مرکز په نښه شوي دي.

دا برید یوه ورځ وروسته تر هغې ترسره شوی چې اوکراينيو ځواکونو د نېږدې ساحلي ستراتیژيکي جزیرې د بیا نيولو هڅې زیاتې کړې دي.

د اوکراین د بيړنيو مرستو ریاستي اداره وايي چې له ملبې يې اووه کسان ژغورلي دي چې درې پکې ماشومان دي.

پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې یوه نهه پوړیزه ودانۍ سوځېدلې او هلته د مرستو لړۍ روانه ده. چارواکي یوازې په دې ودانۍ کې د ۱۶ کسانو وژل کېدو او د ۳۰ نورو ژوبلېدلو خبر ورکوي.

د اودېسا انتظامي چارواکي وايي، د بيلهورود دنيستروفسکي ولسوالۍ پر یوه تفریحي مرکز د لګېدلي توغندي له وجې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي چې یو پکې ماشوم دی او یو شمېر نور بیا ژوبل شوي هم دي. چارواکي وايي، روسيو جنګي الوتکو دا بریدونه د تور سمندرګي له لوري ترسره کړې دي.

روسيې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴ مه پر اوکراین یرغل پیل کړ چې پکې تر دې دمه دواړو خواوو ته په زرګونو کسان وژل شوي او په لکونو اوکراینیان بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG