د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: سوداګريزو معاملو کې د بهرنیو کرنسیو پر کارونې بندیز اعلان شوی


افغانستان کې تر دې وړاندې هم د افغانيو پر کارونې ټينګار شوی او ولسي او حکومتي کيمپېنونه چلېدلي دي ــ انځور له ارشيفه
افغانستان کې تر دې وړاندې هم د افغانيو پر کارونې ټينګار شوی او ولسي او حکومتي کيمپېنونه چلېدلي دي ــ انځور له ارشيفه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په افغانستان کې دننه په هر ډول سوداګريزو معاملو کې د بهرنیو پیسو (کرنسیو) پر کارونې بندیز اعلان کړی دی.

دې وزارت د جون پر ۲۹مه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د کابینې د پرېکړې پر اساس د کور، ځمکې او موټر په شمول هر ډول تجارتي معامله به نور په بهرنۍ کرنسۍ نه کېږي.

وزارت همداراز ویلي چې د کابینې د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره یې د پولیسو قوماندانو ته امر کړی چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې امر سرغړوونکو ته به له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

د افغانستان په ځینو برخو کې پاکستانۍ روپۍ او په ځینو ښارونو کې بیا امریکايي ډالر او ايراني تومان هم کارول کېږي.

تر طالبانو مخکې هم تېرو جمهوري حکومتونو په افغانستان کې د افغانيو پر کارونې ټينګار کړی او حکومتي او ولسي کیمپېنونه چلېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG