د لاسرسي ځای

تازه خبر

جي ۷ هېوادونو د اوکراين پر يو سوداګريز مرکز د روسانو بريد جنګي جرم بللی


د اوکراين پر سوداګريز مرکز د روسي ځواکونو تر بريد وروسته ژغورونکي مرسته کوي
د اوکراين پر سوداګريز مرکز د روسي ځواکونو تر بريد وروسته ژغورونکي مرسته کوي

د نړۍ د اوو لویو جمهوریت لرونکو هیوادونو جي ۷ مشرانو په اوکراین کې پر یو سوداګریز مرکز د روسیې له خوا شوی برید جنګي جرم بللی دی.

دا خبره د جون پر ۲۷مه د جي ۷ هیوادونو د ډلې مشرانو کړې ده چې پکې بریتانیا، کاناډا، فرانس، جرمني، اټلي، جاپان او امریکا شامل دي. بیان زیاته کړې چې بې له ښه او بد کتلو پر بې ګناه ولسي خلکو برید کول جنګي جرم دی.

دوی هوډ ښودلی چې دوی به د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه د دې برید حساب اخلي.

دا له هغه وروسته ده چې د جون پر ۲۷مه د اوکراین په کریمنیچک ښار کې پر یو سوداګریز مرکز د روسیې لخوا د توغندیو برید، د رپورټونو له مخې، ۱۵ تنه وژلي او ۵۰ نور یې ټپي کړي دي.

د اوکراین ولسمشر وولادیمر زیلنسکي د جي سېون غونډې ته په وینا کې ویلي چې روسیه باید د ده په وینا، په قانوني توګه د نړۍ تر ټولو لوی ترهګر وګرځول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG