د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراقی وزیراعظم مصطفا الکاظمي د سعودي عرب په سفر دی


سرچینې وايي عراقی وزیراعظم مصطفا الکاظمي د ریاض او تهران ترمینځ د خبرو نوی پړاو پیلول غواړي - پخوانی انځور.
سرچینې وايي عراقی وزیراعظم مصطفا الکاظمي د ریاض او تهران ترمینځ د خبرو نوی پړاو پیلول غواړي - پخوانی انځور.

چارواکي وايي، د عراق وزیراعظم مصطفا الکاظمي د جون پر ۲۵مه سعودي عرب ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې چې الکاظمي به په ریاض کې له سعودي مشرتابه سره تر لیدو وروسته د دې لپاره ايران لاړ شي چې د هغو دوو سیالیو هېوادونو ترمینځ د خبرو اترو نوي پړاو هڅې پر مخ یوسي.

عراقي خبري اژانس د سرچينو په حواله خبر ورکړی چې وزیراعظم مصطفا الکاظمي به ایران او سعودي عرب ته په راتلونکو ورځو کې ډېر سفرونه ولري.

یو چارواکي فرانس پریس خبري اژانس ته د نوم نه ښوولو په شرط ويلي چې عراقی وزیراعظم غواړي چې د سعودي عرب او ایران ترمینځ د بغداد په منځګړتوب د خبرو اترو پروسه بیا پیل کړي.

د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل په میاشت کې د خبرو اترو ورستی پړاو په سیمه کې تر تاوتريخوالي وروسته ځنډېدلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG