د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: خوږیاڼو کې د مدرسې چت پرېوتو پېښه کې یو مړ ۱۲ ژوبل


د جلال اباد ښار یوه څنډه
د جلال اباد ښار یوه څنډه

د ننګرهار د روغتیا چارواکي وایي چې د جون په ۲۵مه، د خوږیاڼو ولسوالۍ اړوند کږې بازار پاس غونډۍ کلي کې د احمد شاه په نوم د یوې دیني مدرسې د چت پرېوتو له امله یو زده کوونکی وژل شوی او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

د ننګرهار د حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر وایي چې د پېښې له ځایه اووه تنه ټپیان د هغوی روغتون ته رسول شوي او پینځه نور بیا د خوږیاڼو ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

تر اوسه د چت د پرېوتو لامل نه دی څرګند شوی، خو ډېر کله دا ډول پېښې د زیاتو ورښتونو او د ځینو ودانیو د زوړوالي له امله رامنځته کېږي. وړمه ورځ هم د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ورښت له کبله د یو کور د کوټې د چت پرېوتو پېښه کې یو تن مړ او ۵ نور ټپیان شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG