د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه ښايي اوکراين او مالدووا ته د غړيتوب د نوماندانو حيثيت ورکړي


په برسلز کې د اروپايي اتحاديې د مرکزي دفتر مخ ته د اروپايي ټولنې او اوکراين بيرغونه رپېږي ــ پخوانی انځور
په برسلز کې د اروپايي اتحاديې د مرکزي دفتر مخ ته د اروپايي ټولنې او اوکراين بيرغونه رپېږي ــ پخوانی انځور

د اروپايي ټولنې مشران په برسلز کې غونډه کوي چې پکې اوکراين او مالدووا ته د غړيتوب د نوماندانو حيثيت ورکولو منظوري د اجنډا په سر کې ده.

د جون پر ۲۳مه او ۲۴مه په سرمشريزه کې د نوماندۍ حيثيت ورکولو لپاره لازمه ده چې د ټولنې ټول ۲۷ غړي يې تایید کړي، خو داسې نه ښکاري چې کوم غړی هېواد به يې مخالفت وکړي.

بلخوا تمه ده چې په غونډه کې به جارجيا (ګورجستان) ته وويل شي چې کله تېبېلیسي يوشمېر شرطونه پوره کړي نو ورته به د اروپايي ټولنې د غړیتوب د نوماندۍ حيثيت ورکړي. د سرمشريزې د مسودې په حتمي بڼه کې، چې مشال راډیو هم ترلاسه کړې، ويل شوي چې د اروپايي ټولنې شورا د اروپا په اړه د اوکراین، مالدووا او جارجيا نظرونه مني.

مسوده زیاتوي چې د هغو هېوادونو او وګړو راتلونکې په اروپايي ټولنه کې ده. د اروپايي ټولنې له خوا دا مثالي ګام په داسې حال کې پورته شوی چې اوکراین له روسيې سره په يوه ويجاړونکې جګړه کې ښکېل دی.

اروپايي کمېشن تېره اوونۍ وړاندیز وکړ چې اوکراین او مالدووا ته دې د اروپايي ټولنې د نوماند حیثیت ورکړل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG