د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي کمېشن: اوکراین او مالدووا ته دې د اروپايي اتحاديې د نوماند حیثیت ورکړل شي


د اروپايي پارلېمان د ودانۍ مخې ته د اوکراين او اروپايي اتحاديې بيرغونه رپيږي ــ انځور له ارشيفه
د اروپايي پارلېمان د ودانۍ مخې ته د اوکراين او اروپايي اتحاديې بيرغونه رپيږي ــ انځور له ارشيفه

اروپايي کمېشن وړاندیز کړی دی چې اوکراین او مالدووا ته دې د اروپايي اتحاد د کاندید حیثیت ورکړل شي. دا تاریخي اقدام د دواړو هیوادونو لپاره په اروپا کې د بشپړ ادغام په لور د اوږ مزل پیلامه ګڼل کیږي.

دا وړاندیز پرون ( د جون پر ۱۷ مه) د کمېشن مشرې اورسولا فن دېر لېین لخوا اعلان شو چې راتلونکې اوونۍ به ورباندې په برسلز کې د ۲۷ هیوادونو د اتحادیې په سرمشریزه کې بحث وشي.

د الحاق د خبرو اترو پیلول د ټولو غړو هیوادونو متفقه منظورۍ ته اړتیا لري. د اروپایي ټولنې لخوا دا بې ساری اقدام په داسې حال کې مخې ته راځي چې کییف د روسیې په وړاندې جګړه کوي.

روسیې د فبروري په ۲۴مه، په خپل ګاونډي اوکراین ناڅاپي یرغل پیل کړی وو چې تراوسه یې لسګونو زره خلک وژلي او په لویه کچه مالي تاوانونه یې هم اړولي دي.

اورسولا فن دېر لېین په بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ ټول پوهیږو چې اوکراینیان د اروپا د لید لپاره مرګ ته چمتو دي. موږ غواړو چې دوی له موږ سره د اروپايي خوب لپاره ژوند وکړي."

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي سمدلاسه د دې پریکړې هرکلی وکړ. نوموړي وویل چې "دا په اروپايي اتحادیه کې د غړیتوب په مزل کې لومړی ګام دی چې اوکراین به بریالیتوب ته نور هم نږدې کړي.“

په کیشیناو کې، د مالدووا ولسمشر مایا ساندو هم د اروپایی کمېشن د اعلان هرکلی وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG