د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي ځواکونو د اوکراین پر سيويرودونيڅک او ليسچانسک ښارونو سخت بریدونه کړي


د جون په اتلسمه، سيويرو دونيڅک او ليسچانسک ښارونه د روسيو ځواکونو د ميزايلو تر سختو بریدونو لاندې وو.
د جون په اتلسمه، سيويرو دونيڅک او ليسچانسک ښارونه د روسيو ځواکونو د ميزايلو تر سختو بریدونو لاندې وو.

د اوکراين ځواکونو په سيويرودونيڅک او خوا او شا کې د روسانو په وړاندې په داسې حال کې سخت مقاومت روان ساتلی چې راتلونکې اونۍ به په اروپايي ټولنه کې د اوکراين د غړيتوب پر نوماندۍ خبره کېږي.

د جون پر اتلسمه، سيويرودونيڅک او ليسچانسک ښارونه د روسيو ځواکونو د ميزايلو تر سختو بریدونو لاندې ول.

روس د اوکراين د لوهانسک سيمې د بشپړ کنټرول لپاره د دې ښارونو نيول مهم ګڼي.

په همدې حال کې د اوکراين ولسمشر وولوديمېر زېلنسکي د جون پر اتلسمه جنوبي محاصره شوي ښار ميکولايف ته تللی وو.

نوموړي له هغه ځايه په يو ويډيو پيغام کې وويل چې د اوکراين ښځې او نارينه پوځيان د خپلې خاورې دفاع کوي او دا جنګ به ګټي.

بلخوا د روسانو سره د اوکراين د مذاکراتي ډلې مشر، ډيويډ اراکاميه امريکا غږ ته ويلي چې غواړي د روسي چارواکو سره د اګست په مياشت کې د سولې خبرې بيا پيل کړي.

روسيو ځواکونو د فرورۍ په مياشت کې پر اوکراين بلا اشتعاله يرغل پيل کړی وو. دوی اوس د ختيځ اوکراين د نيولو لپاره بریدونه ډير کړي دي.

XS
SM
MD
LG