د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین کې لادرکه شوي پخواني امریکايي سرتېري روسيې نیولي دي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د امریکا د سمندري ځواک دوه پخواني سرتېري د روسي ځواکونو لخوا نیول شوي دي. دوی په رضاکارانه ډول، د اوکرایني سرتېرو د ملاتړ په هدف د روسيې خلاف جګړې ته تللي وو.

د راپورونو له مخې، دا پخواني پوځیان چې له الاباما ریاست سره تعلق لري، د اوکراین په خارکیېف ښار کې د جګړې پرمهال د روسي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

روسي رسنیو پرون (د جون پر ۱۷مه) د دواړو امریکايي سرتېرو تصویرونه ښودلي چې بندي شوي دي. د دواړو سرتېرو کورنۍ وايي چې دوی تېره اوونۍ لا درکه شوي ول.

په دې وروستیو کې، د غربي هېوادونو سلګونه وګړي په رضاکارانه ډول اوکراین ته تللي دي چې پر اوکراین د روسیې د بلا اشتعال یرغل پر وړاندې د کییف دفاع وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG