د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: افغانان بايد هېڅکله هېر نکړل شي


مېرمن کېلي کلېمېنټس د پاکستان تر سفر وړاندې افغانستان ته تللې وه او د ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۱۲مه يې له رسنيو سره خبرې وکړې.
مېرمن کېلي کلېمېنټس د پاکستان تر سفر وړاندې افغانستان ته تللې وه او د ۲۰۲۲ز کال د جون پر ۱۲مه يې له رسنيو سره خبرې وکړې.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې ويلي چې افغانان بايد هېڅکله هېر نکړل شي.

کېلي ټي کلېمېنټس پرون (د جون پر ۱۶مه) په اسلام اباد کې د پاکستان له بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري سره په افغانستان کې د سولې او امنیت په تړاو خبرې وکړې.

مېرمن کلېمېنټس پر خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي دي چې له بلاول بوټو سره د خبرو پر مهال یې د افغان نجونو د زده کړې په ګډون د ژوند په چارو کې د ښځو پر ونډې هم خبرې وکړې.

نوموړې زياته کړې چې د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره به په ګډه کار کوي.

کلېمېنټس د پاکستان تر سفر وړاندې افغانستان ته تللې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG