د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوړو نړیوال پروګرام له افغانستان سره د هند د مرستو مننه وکړه


هند سږ کال (۲۰۲۲ز) د پاکستان له لارې د افغانستان د ولس لپاره زرګونه ټنه غنم لېږلي ــ انځور له ارشيفه
هند سږ کال (۲۰۲۲ز) د پاکستان له لارې د افغانستان د ولس لپاره زرګونه ټنه غنم لېږلي ــ انځور له ارشيفه

د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام د هند لخوا د افغان ولس لپاره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرستو لېږل ستايلي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام پرون (جون ۱۳مه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې یو لوړ رتبه پلاوي یې کابل ته د دې لپاره سفر کړی چې وویني، هغه غلې دانې چې دوی یې راټولوي، په څه ډول په ژرنده کې اوړه کېږي او څه ډول هغو کورنیو ته وېشل کېږي چې خواړه نه لري.

د خوړو نړیوال پروګرام يوه چارواکې د ياد پروګرام پر ټویټرپاڼه په خپرې شوې لنډه ويډيو کې د افغانستان لپاره د هند د مرستو مننه کوي.

نوموړې زياتوي، " دغه غنم چې زما تر شا یې وینئ، په یوه میاشت کې به څلور لکه کسانو ته خواړه برابر کړي."

له افغانستان سره د هند د ۵۰ زره ټنه غنمو مرستې ډېره برخه د پاکستان له لارې افغانستان ته انتقال شوې او نوي ډیلي ژمنه کړې چې په هند کې د غنمو پر کمي سربېره به خپله ژمنه پوره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG