د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران په ګڼو ښارونو کې ښوونکو مظاهرې کړې دي


پر انټرنېټ یوه خپره شوې ویډیو ښيي چې په شیراز کې مظاهره کوونکو د ((زنداني استادانو د خوشې)) کولو نعرې وهلې.
پر انټرنېټ یوه خپره شوې ویډیو ښيي چې په شیراز کې مظاهره کوونکو د ((زنداني استادانو د خوشې)) کولو نعرې وهلې.

د ایران پلازمېنې تهران په ګډون په یوشمېر ښارونو کې ښوونکو د کار د مناسبو شرایطو او د خپلو زنداني ملګرو د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې دي.

رپورټونه وايي چې پرونۍ مظاهرې تر سخت امنیت لاندې شوې دي.

پر انټرنېټ یوه خپره شوې ویډیو ښيي چې په شیراز کې مظاهره کوونکو د ((زنداني استادانو د خوشې)) کولو نعرې وهلې.

د ایرانیو ښوونکو د سازمانونو د همغږۍ شورا پر ټېلېګرام خبر ورکړی چې د پرونیو احتجاجونو پرمهال لږترلږه ۳۰ مظاهره کوونکي نیول شوي دي.

په وروستیو میاشتو کې استادانو څو ځلې د کار د شرایطو ښه کولو او تنخاګانو لوړولو لپاره احتجاجونه کړي دي.

هغوی همداراز له حکومته غوښتي چې هغه اصلاحات ژر عملي کړي چې ورسره به یې تنخاګانې له کار او تجربې سره سم لوړې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG