د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او وېسټ انډیز کرکټ لوبډلې دویمه یو ورځنۍ سیالي لري


د پاکستان لوبغاړي خوشدل شاه په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د پاکستان بريا کې مهم کردار لوبولی وو - د جون اتمې انځور.
د پاکستان لوبغاړي خوشدل شاه په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې د پاکستان بريا کې مهم کردار لوبولی وو - د جون اتمې انځور.

پاکستان د جون پر ۱۰مه د وېسټ انډيز له کرکټ لوبډلې سره خپله دويمه يو ورځنۍ يا ۵۰ اووريزه لوبه کوي.

د ملتان په نړيوال کرکټ سټېډیيم کې د جون ۱۰مې لوبه د پېښور پر وخت مازيګر څلور بجې پيلېږي.

تر دې وړاندې، د جون پر اتمه، پاکستان وېسټ انډيز ته په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې په پينځو وېکټو ماتې ورکړې وه. په ملتان کې وېسټ انډيز پچه وګټله او په ټاکليو ۵۰ اوورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۵ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يې د ۳۰۶ منډو هدف ورکړ.

په ځواب کې پاکستان د پينځو لوبغاړو په سوځېدو په وروستي اوور کې هدف ترلاسه کړ او سیالي يې وګټله.

ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د جون پر ۱۲مه په درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG