د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: افغانستان له زيمبابوې څخه د دريو يو ورځنيو لوبو سيريز وګاټه


افغانستان ټاکل شوی هدف د شپږو لوبغاړو په ورکولو په ۳۸م اوور کې تر لاسه کړ او دا ډول يې د دريو يو ورځنيو لوبو سيريز د صفر په مقابل کې په دريو لوبو وګاټه.
افغانستان ټاکل شوی هدف د شپږو لوبغاړو په ورکولو په ۳۸م اوور کې تر لاسه کړ او دا ډول يې د دريو يو ورځنيو لوبو سيريز د صفر په مقابل کې په دريو لوبو وګاټه.

د افغانستان او زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلو تر مينځ درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه هم افغانستان په خپل نوم کړه.

نن (جون نهمه) د زيمبابوې په سرښار هرارې کې افغان لوبډلې پچه وګټله او زيمبابوې ته يې د بېټينګ کولو بلنه ورکړه.

د زيمبابوې ټول لوبغاړې په ۴۵م اوور کې د ۱۳۵ منډو تر جوړولو وروسته وسوځېدل. په ځواب کې افغانستان ټاکل شوی هدف د شپږو لوبغاړو په ورکولو په ۳۸م اوور کې تر لاسه کړ او دا ډول يې د دريو يو ورځنيو لوبو سيريز د صفر په مقابل کې په دريو لوبو وګاټه.

تر دې وړاندې د دواړو هېوادونو تر مينځ لومړۍ یو ورځنۍ سیالي افغانستان په اتو ویکټونو او دويمه يې په ۶۰ منډو ګټلې وه.

تر دې وروسته به دواړې لوبډلې درې ۲۰ اووريزې سیالۍ هم کوي چې لومړۍ هغه به د جون پر ۱۱مه په هرارې کې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG