د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي وايي له روسیو ځواکونو د خپلو سیمو خلاصولو لپاره جګړې ته دوام ورکوي


تر بمبارۍ وروسته د سېوېرودونېڅک ښار له یوې برخې لوګي خېژي - د ۲۰۲۲ز کال د جون اوومې انځور.
تر بمبارۍ وروسته د سېوېرودونېڅک ښار له یوې برخې لوګي خېژي - د ۲۰۲۲ز کال د جون اوومې انځور.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي دي چې له روسیو ځواکونو څخه د خپلو سیمو د خلاصولو لپاره جګړې ته دوام ورکوي.

دا خبره نوموړي د جون پر اوومه پر داسې مهال کړې چې اوکراینیو ځواکونو په خپلو لاسونو کې د سېوېرودونېڅک ښار د کنټرول ساتلو لپاره مبارزه کوي.

اوکرایني پوځ خبر ورکړی دی چې د جون پر اوومه روسیو ځواکونو په دونېڅک او لوهانسک کې پر تر ۱۶ زیاتو هغو سیمو حملې کړې دي چې ولسي وګړي پکې مېشت دي.

پوځ ویلي چې د اوکراین دفاع کوونکو د "دښمن ۱۱ بریدونه په شا تمبولي" دي. په خپلواکه توګه د اوکرایني پوځ د دعوو تصدیق نه شي کېدای.

تر دې مخکې، ولسمشر زېلېنسکي وویل، پر دې سربېره چې د روسیو ځواکونو پرتله د اوکرایني ځواک د سرتېرو شمېر او وسلې کمې دي، سېوېرودونېڅک ښار یې تر خپل واک لاندې ساتلی دی.

دی زیاتوي چې کور په کور جګړې او د روسانو ناتاره بمباریو د اوکراین په ختیځ کې سېوېرودونېڅک او لېسېچانسک په مرګونو ښارونو بدل کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG