د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برتانوي وزيراعظم پر ضد د عدم اعتماد تحريک ناکام شو


د برتيانې وزيراعظم بورېس جانسن (انځور له ارشيفه)
د برتيانې وزيراعظم بورېس جانسن (انځور له ارشيفه)

د برتانیې وزیراعظم خلاف د عدم اعتماد یا بې باورۍ رایو پروسه ناکامه شوې ده.

تېر کال د کورونا د قیوداتو پر مهال په حکومتي دفترونو کې دننه د ساعت تېرۍ د محفلونو د انکشاف نه پس د بورېس جانسن خلاف اعتراضونو زور اخېستی و.

د جون پر شپږمه د نوموړي خلاف د بې باورۍ رایه اچونه وشوه چې پکې نوموړي د ۳۵۹ محافظه کارو پارلېمان غړو له جملې څخه د ۲۱۱ غړو ملاتړ ترلاسه کړو. په دې توګه هغه د ۵۹ سلنه وکیلانو باور ترلاسه کړ، کومه چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره له اړینو رایو هم زیاتې دي.

بل پلو، د پارلېمان د پام وړ یعنې ۱۴۸ غړو د نوموړي پر ضد او د عدم اعتماد په حق کې رایې ورکړي کومه چې د محافظه کاره ګوند ترمنځ د ویش نخښه ده.

له بورېس جانس وړاندې پخوانۍ وزیراعظمه تیرېزا مې په ۲۰۱۸ کال کې د عدم اعتماد د رایو له بهیره د ۶۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریالۍ وتلې وه خو په شپږو میاشتو کې دننه استعفا ورکولو ته اړ کړل شوې وه.

د بورېس جانسن دفتر وايي، وزیراعظم د عدم اعتماد رایو د بهیر د پایلو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا به د اټکلونو موده پای ته ورسوي او حکومت ته به د وړاندې تلو لاره برابره کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG