د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نايجیریا کې پر کليسا برید کې له ۵۰ زیات کسان وژل شوي دي


د نايجيريا د چاودنې زخميان په روغتون کې تر درملنې
د نايجيريا د چاودنې زخميان په روغتون کې تر درملنې

د نايجيريا په يوه کېتلېک کليسا کې د وسله والو په ډزو او د بارودو په چاودنه کې له ۵۰ څخه د زیاتو عبادت کوونکو د وژل کېدو ويره ده.

د نايجیريا په قانون سازي اسمبلۍ کې د دې سيمې استازي اديليګبي ټايميلين ويلي چې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او پادري تښتول شوی دی.

دا لاهم نه ده څرګنده چې د جون پر پنځمه نېټه د اوو سيمې د سېنټ فرانسس په کليسا کې پر راغونډو شویو کسانو برید چا کړی دی. د اونډو ریاست ګورنر روتمي اکيريدولو پر ټويټر پاڼه ليکلي چې دوی ډېر غمجن دي او د ولس دښمنانو د دوی پر سوله او ارامۍ بريد کړی دی.

د نایجیريا لویه برخه له امنيتي ننګونو سره مخامخ ده خو اونډو د دې هېواد تر ټولو پرامنه ریاست ګڼل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG