د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین له تورسمندرګي د اوکراین د غنمو صادراتو مخنیوی تورونه رد کړل


Russia Putin
Russia Putin

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه تورونه رد کړل چې ګواکې ځواکونه یې له تور سمندرګي څخه د اوکراین د غنمو د صادراتو مخه نیسي.

نوموړي وویل چې د هغه حکومت به د دوی له بندرونو څخه په امنیت کې د کشتیو د تېرېدو ضمانت ورکړي. پوتین د جون پر درېیمه د روس له سرکاري ټي وي سره د مرکې پر مهال د بندې پاتې غلې ذمه واري پر اوکراین واچوله او ویې ویل چې کییف په تورسمندرګي کې ماینونه اېښي او کشتۍ یې ډوبې کړي چې د غنمو د کشتیو د وتلو مخه یې نیولې ده.

اوکراین دا کار وروسته له هغه وکړ چې روسیې د فبرورۍ پر ۲۴مه د ځمکې او هوا له لارې بلا اشتعال پراخ یرغل وکړ او دا ویره یې پیدا کړه چې ښايي د تور سمندرګي مهم بندر اودېسا د نیولو لپاره خپل سمندري ځواک وکاروي.

پوتین وویل: "ما مخکې هم خپلو ټولو همکارانو ته څو وارې ویلي دي چې هغوی دې ماینونه پاک کړي او د غلو بار وړونکې کشتۍ دې له بندرونو څخه وباسي. موږ نړیوالو اوبو ته په پرامنه طریقه او بې له څه مسلو، د دوی د وتلو ضمانت ورکوو."

د روسیې ولسمشر وویل چې ځواکونه به یې د ماینونو تر پاکېدو وروسته د سمندر له لارې پر اوکراین بریدونه پیل نه کړي. خو شنوونکي وايي، تاریخ ښيي چې د پوتین په خبرو باور نه شي کېدای.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG