د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د افغان موسیقارانو ګرفتارۍ ضد سندریز لاریون شوی


پېښور کې د افغان موسیقارانو ګرفتارۍ ضد سندریز لاریون شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

په پېښور کې هنرمندانو او د مدني ټولنې فعالانو یو ځل بیا د افغان موسیقارانو د ګرفتارۍ ضد احتجاج کړی دی. دوی د جون پر دویمه د پېښور د خبریالانو له مرکزه تر خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پورې سندریز لاریون وکړ او پر حکومت ټینګار کوي چې د مې پر ۲۸مه شپې ناوخته ګرفتار کړي څلور موسیقاران دې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته نه سپاري ځکه چې هلته یې ژوند ته خطر دی. پولیس وايي، هغه موسیقاران یې د سفر قانوني اسنادو نه لرلو له وجې نیولي. د احتجاج پر مهال د پولیسو او مظاهره کوونکو ترمینځ لږ تاوتریخوالی هم وشو. چارواکي وايي، نیولي موسیقاران پرېږدي او نورو هغو ته ځانګړي کارډونه ورکوي. ویډيويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG