د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي په سېوېرودونېڅک ښار کې د معمولي بري ادعا کړې


 زېلېنسکي په بېګانۍ وینا کې له جو بایډنه مننه وکړه چې ورسره یې د توغندیو وراستولو ژمنه کړې ده.
زېلېنسکي په بېګانۍ وینا کې له جو بایډنه مننه وکړه چې ورسره یې د توغندیو وراستولو ژمنه کړې ده.

اوکرایني ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي دي چې ځواکونو یې په سېوېرودونېڅک ښار کې د روسانو پر وړاندې په جګړه کې څه نا څه بریا ترلاسه کړې ده.

زېلېنسکي بېګا (د جون دویمه) ناوخته په وینا کې البته وویل چې په ټوله کې په دونباس سیمه کې پوځي وضعیت چې پخوا ده ډېر سخت بللی وو، نه دی بدل شوی.

اوکرایني ځواکونه اوسمهال په هغه ښار او د ختیز اوکراین په سیمو کې په سخته جګړه کې ښکېل دي. هغه ځواکونه په داسې حال کې د روسیو سرتېرو پر وړاندې د مقاومت هڅې کوي چې اوکراین د هغو پرمختللیو راکټونو او د الوتکو ضد وسلو وررسېدو ته په انتظار دی چې امریکا یې ورسره ژمنه کړې.

خو داسې ښکاري چې د وسلو لېږد ښايي څو اوونۍ وخت ونیسي چې دا د اوږدې او سختې جګړې د امکان معنا لري.

پرون (د جون دویمه) د سېوېرودونېڅک ښار په کوڅو کې د جګړو خبرونه ول. اوکراینیو ځواکونو هلته پر دې سربېره سخت مقاومت ته دوام ورکړی دی چې روسانو د لویو او ناتاره بمباریو په مرسته د دونباس سیمې د هغه مهم ښار زیاتره برخې تر خپل کنټرول لاندې کړې دي.

ولسمشر زېلېنسکي په بېګانۍ وینا کې د امریکايي ولسمشر جو بایډن مننه وکړه چې ورسره یې د توغندیو د وراستولو ژمنه کړې ده. په اوکراین کې د امریکا نوې سفیرې برېجېټ برېنک ویلي دي چې هغه هېواد ته د امریکايي پوځي مرستو د لېږد بهیر چټکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG