د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوړو نړیوال پروګرام وايي سږ کال یې له یو مېلیون افغانانو سره مرسته کړې


په اوروزګان ولایت کې یوشمېر کسان د خوړو د نړیوال پروګرام له مرستو ترلاسه کولو وروسته کورونو ته روان دي - پخوانی انځور.
په اوروزګان ولایت کې یوشمېر کسان د خوړو د نړیوال پروګرام له مرستو ترلاسه کولو وروسته کورونو ته روان دي - پخوانی انځور.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) روان کال د افغانستان په درو ولایتونو کې له شاوخوا یو مېلیون کسانو سره د مرستې خبر ورکړی دی.

هغه سازمان د مې پر ۳۱مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې له زرګونه کورنیو سره یې په میدان وردګو، اوروزګان او سمنګان ولایتونو کې مرستې کړې دي. بیان وايي، تر پینځه لکه ټنه زیات خوراک او نور شیان یې د میدان وردګو اوسېدونکو ته ورکړي دي چې تر ټولو زیاته مرسته ده.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په هغه هېواد کې اقتصاد زښت خراب شوی دی او ملګرو ملتونو په بیا بیا ویلي دي چې د هغه هېواد زیاتره اوسېدونکي د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

د خوړو نړیوال پروګرام اندېښنه ښوولې چې ښايي په افغانستان کې شاوخوا ۱۹ مېلیونه کسان د سختې لوږې ښکار شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG