د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې ځانمرګي بريد ۲ سرتېري او ۲ ماشومان ژوبل کړي


په ميرامشا کې له يو پل د امنيتي سرتيرو ګزمه تېرېږي - پخوانی انځور.
په ميرامشا کې له يو پل د امنيتي سرتيرو ګزمه تېرېږي - پخوانی انځور.

د شمالي وزیرستان چارواکي وايي په رزمک کې يو ځانمرګي بريدګر په ځان پورې تړلي چوونکي مواد چولي، دوه سرتېري او دوه ماشومان یې زخميان کړي دي.

يو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د مې پر ۳۰مه پر موټرسايکل سپور تن غوښتل د امنیتي ځواکونو پر يو چېک پوسټ بريد وکړي خو هدف ته تر رسېدو مخکې یې چوونکي مواد وچول.

د چارواکو په خبره زخميان میرامشا ته د درملنې لپاره وړل شوي دي او حالت یې بد نه دی.

تر اوسه چا د دې حملې ذمه واري نه ده منلې.

د يادونې ده چې د حملو مخنيوي لپاره، د پاکستان حکومت د تحريک طالبان پاکستان سره اوربند کړی چې نن (د مې ۳۰) یې اخري ورځ ده. حکومت د يوې جرګې له لارې کوښښ کړی چې دا اوربند نور وغځېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG