د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ ګډه خونه پرانیستل شوې


مال وړونکي ګاډي په اسلام کلا کې د ایران او افغانستان پر پوله ولاړ دي - پخوانی انځور.
مال وړونکي ګاډي په اسلام کلا کې د ایران او افغانستان پر پوله ولاړ دي - پخوانی انځور.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په کابل کې یې د افغانستان-ایران د سوداګرۍ د ګډۍ خونې څانګه پرانیستې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خانجان الکوزي د مې پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، تر دې مخکې یې د ایران د سوداګرۍ له خونې سره نارسمي تعلقات ول خو په ګڼو برخو کې د ستونزو د هواري امکانات نه ول.

الکوزي وویل، ایراني سوداګر کابل ته ورغلي ول چې ورسره یې د ګډې خونې پر پرانیستو او اړونده مسلو بحث وکړ.

ده هیله وښوده چې د افغان او ایرانیو سوداګرو قانوني او تخنیکي ستونزې د ګډې خونې په همکارۍ هوارې شي.

الکوزي ایران په سیمه کې د افغانستان تر ټولو لوی سوداګریز شریک وباله او ورسره یې د افغانستان د کلنۍ سوداګرۍ کچه تر دوه اربه ډالرو یاده کړه.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه هم له کلونو راهیسې فعاله ده چې په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ترڅنګ د تجارت پراخولو هڅې کوي. دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه سوداګري په تدریجي ډول کمېده چې لامل یې د کابل او اسلام اباد د اړیکو خرابېدل، د پاکستان له لوري د ویزو او سفري اسنادو لازمي کول او د پخواني ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د حکومت له لوري د افغانستان له نورو ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخول ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG