د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روس ولسمشر د اوکراین د غلې برامد د بنديزونو له ليرې کولو سره تړلی


ولاديمير پوتين د مې پر ۲۸مه د فرانس او جرمني له مشرانو سره په ټیليفون خبرې وکړې. انځور له ارشېفه

د روس ولسمشر په ظاهره د اوکراین د غلې برامد د غربي هېوادونو لخوا پر مسکو د لګول شويو بندېزو له ليرې کولو سره تړلی دی.

خو د فرانس او جرمني مشرانو په ځواب کې پر روس له اوکراينه د پوځيانو اېستلو او د مسکو له لورې د سولې لپاره پر جدي هڅو زور راوړی دی. غربي هېوادونو دا بنديزونو د مسکو له خوا پر اوکراین تر يرغل وروسته لګولي ول.

کريملن ويلي چې د مې پر ۲۸مه نېټه د روس ولسمشر ولاديمير پوتين د ټيليفوني خبرو پر مهال د فرانس ولسمشر اېمانوېل مېکرون او د جرمني چانسلر اولاف شولز ته وويل چې روس د تور سمندرګي له بندره د اوکراین د غلې په ګډون له خنډ سره مخامخ د غلې د برامدولو لپاره د لارو چارو په لټولو کې مرستې ته تیار دی. خو هغه د روس بنديزونه او د اوکراین بندرونو د خلاصولو خبره د غرب لخوا له لګول شويو سختو بنديزونو لرې کولو سره وتړل.

د برتانيه لوموړي وزیر بوریس جانسن د اوکراین ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي ته ويلي چې برتانیه او د اوو سترو اقتصادي هېوادونو سازمان (جي-سېون) له اوکراین سره د غلې د برامد په بحالولو کې د مرستې لپاره په ډېر شدت سره کار کوي.

اوکراین د نړی له هغو هېوادونو دی چې ډېر زیات غنم، جوار او غوړي برامدوي. خو دا مهال روس د اوکراین د تور سمندرګي بندر تړلی چې له کبله يې نړی ته د خوړو رسد له خنډ سره مخامخ شوی دی.

XS
SM
MD
LG