د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسيه د اوکراينيو ځواکونو د محاصرې لپاره په ختیځ کې سرتېري ځای پر ځای کوي


اوکرايني سرتېري د هېواد په ختیځ کې د ټانک پر سر ناست دي. انځور له ارشيفه
اوکرايني سرتېري د هېواد په ختیځ کې د ټانک پر سر ناست دي. انځور له ارشيفه

روسیې د اوکراین په ختیځ کې خپلو پوځيانو او د سامانونو لېږدولو ته دوام ورکړی او غواړي چې په دوو ښارونو کې اوکرایني ځواکونه محاصره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې کییف خبرداری ورکړی چې هېواد یې د "خپلې بقا جنګ" کوې او کېدای شي دا جګړه یې "برخلیک" وټاکي.

روسي ځواکونه له درو لوریو د اوکراین تر ولکې لاندې د دونباس سيمې د ختیځې برخې محاصره کولو لپاره پرمختګ کوي.

د سېوېرسکې دونېڅ سیند ختیځ او لویدیځ ته د پرتو سېوېرودونېڅک او لېسېچانسک ښارونو سقوط به د لوهانسک ولایت ټوله برخه د روسیې تر ولکې لاندې راولي چې دا اقدام په جګړه کې د کرېملېن له اهدافو څخه دی.

د لوهانسک سیمې ګورنر سېرګې هېدې د مې پر ۲۵مه وویل، جګړه د سېوېرودونېڅک سیمې څنډو ته رسېدلې ده.

د اوکراین د ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي سلاکار اولېکسي ارېستووېچ ويلي، د روسیې پوځ یو څه "تاکتیکي بریاوې" لري چې د سېوېرودونېڅک او لېسېچانسک ښارونو پر لوري د "عملیاتي بریا ګواښ" پېښولای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG