د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا ټېکساس کې يو هلک ۱۹ زده کوونکي او ۲ ښوونکي وژلي دي


تر برید وروسته يو پلار خپله لور په غېږ کې نيولې ده - د مې ۲۴مې انځور.
تر برید وروسته يو پلار خپله لور په غېږ کې نيولې ده - د مې ۲۴مې انځور.

د امريکا په ټېکساس ايالت کې يو زلمي هلک په يو ابتدايي ښوونځي کې ۱۹ ماشومان او دوه ښوونکي ویشتلي دي.

دا بريد د مې پر ۲۴مه د ټېکساس په اووالډې وړوکي ښار کې شوی دی. د هغه ښار پولیسو رسنيو ته په لېږدولي بيان کې ويلي چې ډزې يو ۱۸ کلن هلک کړې دي چې د پولیسو د ځوابي کارروايۍ پر مهال وژل شوی دی.

د امريکا سي اېن اېن ټېلېوېژن ویلي، هغه هلک ښوونځي ته تر تګ مخکې خپله نيا هم وژلې ده. تر اوسه د هغه برید لامل نه دی معلوم.

دې پېښې يو ځل بيا په امريکا کې د وسلو د کنټرول د قوانينو په اړه بحثونه پارولي دي.

ولسمشر جو بايډن پر وسلو د بندیز د قانون مخالفان غندلي او ژمنه یې کړې چې د دې ډول حملو د لړۍ مخه به نیسي.

نوموړي د مې پر ۲۵مه په يوه خبري غونډه کې وويل غواړي د میندو او پلرونو او د امریکا د ټولو وګړو دې "درد ته علاج پیدا شي."

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG