د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بټو زرداري په "اقتصادي فورم" غونډه کې ګډون کوي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ویبپاڼه په یو بیان کې لیکلي چې دا غونډه به د مې له ۲۳مې تر ۲۶مې نېټې دوام ولري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ویبپاڼه په یو بیان کې لیکلي چې دا غونډه به د مې له ۲۳مې تر ۲۶مې نېټې دوام ولري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري د مې پر ۲۳مه د سویټرزلېنډ په ډېووس ښارګوټي کې د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې ګډون کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ویبپاڼه په یو بیان کې لیکلي چې دا غونډه به د مې له ۲۳مې تر ۲۶مې نېټې دوام ولري.

بیان زیاته کړې چې بلاول بټو زرداري به په غونډه کې د جغرافیايي سیاسي پرمختګونو د اقتصادي او ټولنیز اثراتو په اړه د پاکستان دریځ شریکوي.

د بهرنیو چارو وزارت دا هم وايي چې بلاول بټو زرداري به په غونډه کې د کویډ ۱۹ وایرس وبا له وجې د جوړو شوو ننګونو، خوړو، انرژۍ، امنیت او د اب و هوا بدلون په اړه هم خبرې کوي.

تر دې وړاندې بلاول بټو زرداري د مې پر ۲۱مه او ۲۲مه د چین ګوانګ ژو ښار ته په سفر وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې بلاول بټو زرداري او د هغه چینايي سیال وانګ يي د سیمې صورتحال، تجارت، افغانستان او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د وزارت په وینا، دواړه وزیران پر دې سلا شوي چې د سیمې د پرمختیا او استحکام لپاره د افغانستان سوله او ثبات مهم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG